English - پښتو

زابل

زابل با مرکزیت شهر قلات با مساحت ۱۷٬۳۴۳ کیلومتر مربع در جنوب افغانستان موقعیت دارد.

تقسیمات اداری

  • ولسوالی شاه جوی
  • ولسوالی ارغنداب
  • ولسوالی دای‌چوپان
  • علاقه داری ميران (میزان)
  • ولسوالی ترنک و جلدک
  • ولسولی شنکی (شینکی)
  • علاقه داری اتغر
  • ولسوالی شمولزی (شمل زائی)
  • کاکر

فعالیت های رسانه ای

http://www.dawatfreemedia.org

 

د زابل ولايت پنځوس ځوانان د ژورناليزم د درې مياشتني پروګرام له لارې وروزل شول

د زابل ولايت پنځوس تنو ځوانانو ته د ژورنالیزم د درې میاشتني کورس تر بشپړولو وروسته نن یکشنبه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي فراغت لیکونه ورکړل شول.

دغه روزنيز پروګرام د سیمه ایزي حکومتدارۍ او ټولنیزي پرمختیا د ادارې (LGCD) په مالي ملاتړ د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ او افغان سوداګريزې ادارېAIBM له لوري پلی شو.

د دې پروګرام د پلې کوونکې ادارې (هیندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ) مشر غوث الدین فروتن د ياد شوي پروګرام د بشپړېدو له امله خوښي وښوده او زياته يې کړه چې دغه ځوانان اوس ددې جوګه شوي چې په زابل ولايت کې د رسنيو په برخه کې کار وکړي.

فروتن زیاته کړه چې د ژورناليزم په درې میاشتني روزنيز پروګرام کې ځوانانو ته د ژورناليزم اصول، خبر جوړول، خبر ویل، انځوریز رپوټ، د ورځپاڼو کمپوز او ډیزاین، راډیويي او تلویزیوني خبریالي او یو شمیر نور موضوعات تدریس شول.

د زابل والي محمد اشرف ناصري ددغه پروګرام له لارې د پنځوس ځوانانو پر روزنه خوښي وښوده او هيله يې وښوده، چې دغه ځوانان به د زابل ستونزو ته په نړیواله کچه انعکاس ورکړي.

نوموړي وويل چې د لسګونو کيلوميتره سړک د رغونې تر کار ددې ځوانانو په روزنه ډېر خوښ دی.

ناصري پر رسنیو نیوکه وکړه چې د تاوتريخوالي خبرونو ته ډېر پام کوي خو د بيا رغونې او د دغسې روزنيزو پروګرامونو د خبر اخستلو لپاره تيار نه وي.

ددغه روزنيز کورس یو زده کوونکي روزي محمد زابلي دا پروګرام ډېر ګټور وباله او زياته يې کړه چې که څه هم ژورناليزم يو پراخ مسلک دی خو د دغو دريو مياشتو په بهير کې يې ډېر څه زده کړي دي.

د کورس يو بل زده کوونکي محمد انور د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دوې د زابل ولايت په شرايطو کې ددغه پروګرام له لارې د ژورناليزم په اصولو او نورو برخو پوهېدلي دي.

نوموړي د زابل ولايت له چارواکو وغوښتل چې يادو شويو ځوانانو ته د ژورناليزم په ډګر د کار کولو زمينه برابره کړي، چې له يوې خوا به د زابل رسنۍ پياوړې شي او له بله پلوه به د دوې تجربه هم ډېره شي.

د يادونې وړ ده چې ددغه درې مياشتني پروګرام په ترڅ کې زده کوونکو نه يوازې په عملي‌ډول راپورونه، مرکې او فيچري راپورونه چمتو کول ددې تر څنګ يې د مجلو او جريدو د کمپوز او ډېزاين مهارتونه هم تر لاسه کړل.

د زده کوونکو راپورونه،‌ مرکې، فيچرونه، ليکنې او عکسونه د کلات، هېنداره او بادام په نوم د دريو چاپ خپرونو چاپ او خپاره شول.

د يادو شويو خپرونو درې ګڼې چې تازه له چاپه راوتلي دي د غونډو په ګډونوالو ووېشل شوې.

ما را دنبال کنید