English - پښتو

خوست

ولایت خوست

 

ولایت خوست با مرکزیت شهر خوست در جنوب افغانستان موقعیت دارد و با پاکستان هم مرز است.

زبان گفتاری این ولایت پشتو است.

واحد های اداری

  • ولسوالی خوست
  • ولسوالی جاجی میدان
  • ولسوالی تَنَی
  • ولسوالی سپره
  • ولسوالی موسی خیل
  • ولسوالی مندوزائی (مرکز: دادوَل)
  • ولسوالی گُربُز
  • علاقه‌داری ترازائی
  • علاقه‌داری نادرشاه کوت
  • علاقه‌داری صبری (مرکز: زمبار)
  • علاقه‌داری باک
  • علاقه‌داری قلندر (مرکز: خوست میله)


رسانه ها

رسانه های دولتی

تصویری

صوتی

چاپی

الکترونیکی

 

رسانه های غیر دولتی

تصویری

صوتی

1- سولی پیغام رادیو

سولې پيغام راډيو په اړه لنډ معالومات د سولې پيغام راډيو په جنوب ختيز زون کې لومړنۍ خپلواکه او ناپييلې راډيو ده چې څه نا څه څلور نيم کاله وړاندې يې د خوست په ښار کې په خپرونو پيل کړى دى.
- دا مهال د FM په 88.2 څپو خپرونې کوي.
- هره ورځ 14 ساعته خپرونې لري.
- د سولې پيغام راډيو ټول ټال 30 تنه کارکوونکي لري چې له جملې يې 12 تنه دايمي او 18 تنه داوطلب ځوانان دي.
- د سولې پيغام راډيو له پيله تر دې دمه تر 60 زيات ځوانان د راډيويي ژورناليزم په برخه کې روزلي او د عملي او نظري ترننګ زمينې يي ورته برابرې کړې دي. ډير شميرهغه ځوانان چې د سولې پيغام راډيو روزلي اوس په سيميزو، ملي او نړيوالو رسنيو او خبري اژانسونو کې د نوماندو ژورناليستانو په توګه کار کوي.
- سولې پيغام راډيو په هره اونۍ کې 20 خپرونې توليدوي او خپروي يې .
- په خپرونو کې د کورنيو، ځوانانو،ماشومانو،ديني، روغتيا، کرنې، بدني روزنې، هنر ادب او فرهنګ، کار او زيار، تفريح، فرمايشي، حقوق او قانون، ليکونو، ټيلفوني خبرواترو، ګرديو ميزونو، مرکو، راپورتاژونو او نورې خپرونې شاملې دي.
- په ورځ کې 6 ځلې خبري سرويس لري چې سيمه ايز، ملي او ځنې مهم نړيوال خبرونه خپروي.
- دالتاى او انترنيوزپاک – افغان د سروې ګانو تر مخې سولې پيغام راډيو په خوست کې ترنورو راډيوګانو ډيراوريدونکي لري.
- د اوس لپاره د خوست 92% ساحه تر پوښښ لاندې لري.
- د اوريدونکو شميره يې 650000 تنو ته رسيږي.
- سولې پيغام راډيو به په نږدې راتلونکي کې قوي شي چې له دې سره به يې د پوښښ ساحه زياته شي، د اوريدونکو شمير به يې ډير شي او خپرونې به يې په ورځ کې 18 ساعتونو ته وغځيږي.
- څه نا څه دوه کاله وړاندې چې د طنين له خوا فستيوال جوړشوى وُ او پکې د سيمه ايزو راډيوګانو له 60 زياتې خپرونې وارزول شوې سولې پيغام راډيو په هغه فيستوال کې لومړى مقام وګاټه.
- سولې پيغام راډيو يوه خپلواکه ولسي راډيو ده چې په افغانسان کې د دموکراسۍ، بيان آزادۍ او مدني ټولنې د پياوړتيا او انکشاف لپاره کار کوي.
- سولې پيغام راډيو تل د خپلو خپرونو له لارې د خلکو ستونزې او د هغو د حل لارې چارې خپرې کړې او په اړه يې د دولتي چارواکو نظرونه نشرته سپارلي دي.
- سولې پيغام راډيو د خپلې نشراتي پاليسۍ په رڼا کې يو انانس له زړه راښکونکې وطني موسيقۍ سره په ډير ښه شان يوځاى کړى چې هره ورځ تر 50 ځلو پورې د راډيو له لارې خپريږي نوموړى انانس تش خبرې نه دي بلکې د راډيو په خپرونو کې تل په پام کې نيول کيږي او عمل ورباندې کيږي. هغه انانس چې په دوه غږ ونو کې ثبت شوى، داسې دى:
- "سولې پيغام راډيو ازاده ولسي راډيو ده .
- سولې پيغام راډيو د افغاني فرهنګ د پرمختيا او د خلکو دملي معنوي او شعور د غوړيدا لپاره کار کوي.
- سولې پيغام راډيو هيوادوال په هيواد کې د سولې او امن ټينګښت او د هيواد بيا رغاونې او سمسورتيا ته رابولي.
- دسولې پيغام راډيو ټولې خپرونې ستاسو د نظرونو، غوښتنو، وړانديزونو او نيوکو په بنياد چمتو کيږي.
- سولې پيغام راډيو د FM په 88.2 څپو اوريدلاى شئ".
- سولې پيغام راډيو ته هره ورځ تر 200 پورې ليکونه رارسيږي، او هره ورځ دوه ساعته د ليکونو خپرونې ته ځانګړي شوي دي چې يو ساعت د ورځې او يو ساعت د شپې لخوا خپريږي.
- د اوريدونکو د شمير له پلوه د سولې پيغام راډيو په خپرونو کې " ګيډۍ ګلونه " خپرونه لومړى مقام ، " لټون" خپرونه دويم او د مشاعرې خپرونه دريم مقام لري. د مشاعرې په خپرونه کې د خوست د ځوانو شاعرانو داونيزې مشاعرې ټول ثبت کړاى شوى جريان کټ مټ خپريږي.
- د سولې پيغام راډيوپه ټولو خپرونو کې د خلکو عقيدوي سپيڅلتياوې، ملي ارزښتونه، د خلکو کلتور او د ټولنې دودونه په ډيره کلکه توګه په پام کې نيول کيږي له بله پلوه د سولې پيغام راډيو ټولې خپرونې د افغانستان د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو قانون په رعايتولو سره پر مخ ځي.
- ددې لپاره چې د سولې پيغام راډيو خپرونې اغيزمنې ،ګټورې او غښتلي اود ټولنې د ټولو قشرونو له غوښتنو او ذوقونو سره برابرى وې، ددې کار لپاره يو مشورتي بورډ شته چې په دې مشورتي بورډ کې ديني عالم، قومي مشر،د ښځو استازې، د پوهنتون استاد ، ښوونکى او داسې نور شته چې لږ تر لږه په دوو مياشتو کې غونډه کوي، د سولې پيغام راډيو د خپرونو نيمګړتياوې په نښه کوي او د سمون لپاره يې ښې او مناسبې لارې چارې په ګوته کوي خو د اړتيا په صورت کې نوموړى مشورتي بورډ په مياشت کې څو ځله هم غوڼدې کوي.

وب : http://www.sulipaygham.radio-connect.com/

د سولې پيغام راډيو ريس

زاهد شاه " انګار"

د تلفون شميره ٧٩٩٤٠٦١٦٧ (٠) ٠٠٩٣

ايميل: آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسکریپت دارید آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسكریپت دارید

Director of Peace Massage Radio

 

Zahid Shah Angar

 

Mobile# 0093(0)799406167

E-Mail: آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسکریپت دارید آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسكریپت دارید

د سولې پيغام راډيو د ويب پاڼې مسول

شفيق الله غفورزى

تليفون شميره

٧٩٩١٣٦١٠٠(٠)٠٠٩٣

ايميل

آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسکریپت دارید آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسكریپت دارید

آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسکریپت دارید آدرس ایمیل جهت جلوگیری از رباتهای هرزنامه محافظت شده اند، جهت مشاهده آنها شما نیاز به فعال ساختن جاوا اسكریپت دارید

Web designer of www.pmr.af

Shafiq ullah Ghafoorzai

تماس شمیری :

799136100(0

چاپی

الکترونیکی

 

ما را دنبال کنید